ایکنانیوز د واتیکان نیوز له قوله راپور راکړ، د روم د کاتولیک کلیسا رهبر پاپ فرانسیس ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۴کال د ستمر په لومړنیو کې د انډونیشیا له دینی رهبرانو سره په یوې ناستې کې دګډون لپاره دغه هیواد ته سفر وکړي.
ټاکل شوې ده پاپ د راتلونکي ستمبرله دوهمې ترشپږمې نیټې پورې انډونیشیا ته سفر وکړي او د ستمبر په پنځمه نیټه به د استقلال جومات کتنه هم وکړي.
پاپ فرانسیس د آسیا څلورو هیوادونو ،پاپواګینا نو،ختیځ تیمور اوسنګاپور ته ترټولو اوږد اوپیچلی سفر وکړی او د واټیکان د اعلامیې په اساس به د انډنیشیا په جکارته کې په استقلال لوي جومات کې ددینونو د رهبرانو د غونډې مشري هم وکړي.دغه سفربه دستمبر له دوهمې تر دیارلسمې نیټې پورې دوام وکړي او ددغو هیوادونو له ینی رهبرانو او حکومتي مشرانو او مختلفو خلکو سره لیده کاته هم وکړي.
ټاکل شوې ده چې په انډونیشیا کې په په استقلال لوي جومات کې د انډونیشیا د شپږو رسمي دینونو ،یعني د اسلام پروټيسټانو ،کاتولیکانو ،بودیزم ، هندوایزم او کنفوسیوس دینونو رهبران ګډون وکړي.
همداراز تمه کیږي، پاپ فرانسیس د دوستۍ په نامې سره له سرنګه هم تیر شی ، چې د استقلال لوي جومات دانډونیشیا له جامع کلیسا سره چې په ۲۰۲۰ کال کې جوړه شوې ده ، یوځای کوي.
پاپ فرانسیس به پخپل دغه سفر کې د دینونو ترمینځ پر ګډ ژوند او سولې ټينګار وکړي ،یوه داسې موضوع چې هغه پخپلو ډيرو بهرنیو سفرونو کې په تیره بیا د فارس خلیج د څنډې هیوادونو او نورو مسلمان اکثریت میشته هیوادونو ته په سفر کې پرې ټينګار کړی دی.
پاپ فرانسیس به دریم پاپ وي چې په ۱۹۷۰ کال کې له شپږم پاپ، په ۱۹۸۹کال کې له پاپ ژان پل دوهم وروسته انډونیشیا ته سفر کوي . دانډونیشیا له ۲۷۷ میلیون آبادۍ څخه کابو ۸۷ فیصدي آبادي مسلمانان دي ،خو دغه هیواد هماغه شان له فیلیپين وروسته د جنوب ختیخي آسیا دوهم مسیحي آبادي لرونکی هیواد دی.